ایکنا دالجزیره له قوله رآپور راکړ، دغه اقدام په سویډ کې د قرآن کریم په ضد دسپک اقدام په غبرګون کې او ددغه آسماني کتاب دملاتړ دکمپاین په چوکاټ کې ترسره شو.
ددغو ټيمونو پلویانو د سیالۍ له پيلیدا مخکې کابو تر یوې دقیقې پورې په ؛فرانسو حریري؛ سټيډیم کې د قرآن کریم دتلاؤت دآوریدو لپاره ودریدل او د ؛قرآن دمونږ آئين دی ، په مضمون سره ئې پلې کارډونه او بینرونه اوچت کړي وواو پر دې سربیره د سټيډيم په سکرین هم د ؛قرآن دمونږ آئين د عبارت تر څنګ د قرآن کریم ستر انځور ئې نندارې ته وړاندې کړی ؤ. دغه اقدام د قربانۍ داخترپه نیکمرغه ورځ دقرآن کریم د سپکاوي په محکومیّت کې ترسره شو.
اربیل فټبال کلب په پنجشنبې ورخې پخپل فیسبوک رسمي پاڼې باندې د سټيډیم انځورونه خپره کړل چې له قرآن کریم سره ئې خپله مینه اوا عشق روښانه کړ او دا ئې هم لیکلي وو، چې په دغه سټيډیم کې موجود ټولو پلویانو تر یوې دقیقې پورې په دریدا سره دقرآن کریم په زړه پورې تلاؤت ته غوږ واچوو.
https://iqna.ir/fa/news/4153488